دسیپتمبر (۱۱ ) له لسو کلونو وروسته
رحمت اله روان رحمت اله روان

په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې جګړه شاوخوا لس کاله مخکې وروسته له هغې پیل شوه؛ چې په نیویارک او واشنګټن کې ترهګریز بریدونه وشول چی په دغه بریدونو کی له دریو زرو ډیر کسان ووژل شول ،خوله هغه وروسته په افغانستان باندی دامریکا دیرغل په نتجه کی هر کال ددی څو برابر ملکی اوغیری ملکی کسان وژل شوي دې ،د راپورونو له مخې د مرګ ژوبلې او مالي لګښت د دوام له امله د افغانسان او امریکا  په خلکو کې له دغې جګړې سره مخالفتونه ورځ په ورځ دزیاتیدو په حال کی دې ، د امریکا متحده ایالات د 11/9 د بریدونو لسمه کلیزه په داسې حال کې لمانځي چې د القاعدي لخوا یې د نویو بریدونو ګواښونه تر لاسه کړي دي. د امریکا استخباراتې شبکې اوس د آماده باش په حال کې دي ترڅو د احتمالي پیښو مخنیوی وکړي ،د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، باراک اوباما، د شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې هیڅ کله هم د تروریزم په وړاندي جکړې کې متزلزل نه شي. هغه په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د 11/9 د بریدونو لس کاله پوره شول او امریکا اوس هم د نوؤ بریدونو ګواښونه ترلاسه کړي دي ،ولسمشر اوباما دغه څرګندونې په خپلې راډیویې او انترنتې بیانې کې کړي دي. هغه ویلې چې له امریکا څخه به ساتنه وکړي او راتلونکي نسل ته به یوه پیاوړي امریکا وسپاري  ،په داسی حال کی چی په امریکا کی دننه دیوی تازه  نظر پوښتنې پایلې چې د پنج شنبې په ورځ خپري شوي ښیې چې ډیر شمیر امریکایې وګړي په دې اند دي چې د 11/9 پیښو ته په ځواب کې د امریکا ډیرو پانګه اچونو او لوړو لګښتونو د دغه هیواد اوسنی مالي بحران رامنځ ته کړی دې ،په عین حال کی دپژواک دخبری اژانس دیوی احصایی پر اساس ،په افغانستان کی دطالبانو او القاعدی پرضد دپیل شوي جګړي په تیرو نږدو لسو کلونو کی ځه دپاسه ۲۷۱۰ بهرنی سر تیری وژل شوي دې ،چې له نيمايي زيات يې امريکايان دي.

 

دغه راز په همدې موده کې څه د پاسه ١٨زره بهرني سرتېري ټپي شوي، چې يواځې ١٣٥٠٠ يې امريکايان دي.وروسته له هغه، چې د سپټمبر په ١١مه

 

په ٢٠٠١ زېږديز کال کې پر امريکا د الوتکو په وسيله بريدونه وشول، نو د همدغه کال د اکتوبر د مياشتې په اومه نېټه د امريکا په مشرۍ متحدو ځواکونو

 

 په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه پيل کړه. دا دى د دې جګړې لس کاله وشول، خو لا هم په افغانستان کې امنيتي وضعه ورځ تر بلې د

 

خرابېدو په حال کې ده. په دې لس کلنه جګړه کې د لسګونو زرو افغانانو ترڅنګ زرګونو بهرنيو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د زيانونو يا (اى

 

کژولټيز) په نوم د يوې وېب پاڼې، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې خپروي، د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو

 

کلونو کې په افغانستان کې ٢٧١٠ بهرني سرتېري وژل شوي دي. له دغو سرتېرو څخه يې يو شمېر داسې هم دي، چې په افغان جګړه کې ښکېل وو، خو

 

په نورو هېوادونو کې، چې د امريکا او نورو هېوادونو پوځي هډې دي، هلته مړه يا وژل شوي دي.

 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو وژل شوو سرتېرو کې يې ١٧٦٥ امريکايي، ٣٨٠ بريتانوي، ١٥٧ کاناډايي، ٧٣ فرانسوي، ٥٣ الماني، ٤٢

 

ډنمارکي، ٣٩ ايټالوي ٣٣ هسپانوي، د پولنډ او اسټراليا ٢٩، ٢٩، ٢٥ هالنډي او پاتې نور يې د ناټو اړوند نورو هېوادونو سرتېري شامل دي. پر افغانستان د

 

امريکا د بريد په لومړي کال کې يواځې ١٢ بهرني سرتېري ووژل شول، چې ټول يې امريکايي وو

دغه راز په ٢٠٠٢ کال کې ٧٠، په ٢٠٠٣ کې ٥٨، په ٢٠٠٤ کې ٦٠، په ٢٠٠٥ کې ١٣١، په ٢٠٠٦ کې ١٩١، په ٢٠٠٧ کې ٢٣٢، په ٢٠٠٨ کې ٢٩٥، په ٢٠٠٩ کې ٥٢١، په ٢٠١٠ کال کې ٧١١ او په روان ٢٠١١ کال کې تر اوسه ٤٣٠ سرتېري وژل شوي دي. په تېره لس کلنه جګړه کې تېر ٢٠١٠ کال د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ و، چې په کې ٧١١ بهرني سرتېري وژل شوي دي، دغه راز د همدغه کال د جون مياشت هم تر ټولو خونړۍ مياشت وه، چې په کې ١٠٣ بهرني سرتېري وژل شوي دي. د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه په ٢٠١١ کال کې د وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د يوې چورلکې د غورځېدو له امله ٣١ امريکايي سرتېري ووژل شول. له دغه دوه کاله وړاندې په خوست ولايت کې د امريکا د استخباراتي ادارې (سي. اى. اې.) پر مرکز ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې د دې ادارې اوه لوړ پوړي چارواکي ووژل شول. خو له افغانستان څخه بهر د همدې جګړې تر ټولو لويه خونړۍ پېښه د ٢٠٠٣ زېږديز کال د مې په مياشت کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په افغانستان کې د مېشتو هسپانوي ځواکونو يوه الوتکه، چې خپل سرتېري يې لېږدول، په ترکيه کې وغورځېده او ٦٢ سرتېري يې ووژل شول

د هلمند ولايت په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ولايت ثابت شوى دى، په دغه ولايت کې تر اوسه ٧٧٠ بهرني سرتېري وژل شوي، چې ډېرى يې امريکايان او بريتانويان دي. په نوموړي ولايت کې د زرګونو امريکايي سرتېرو ترڅنګ ١٠ زره بريتانوي او يو شمېر ډنمارکي سرتېري مېشت دي. کندهار ولايت د دغه لېست له مخې په دويمه درجه کې راځي، چې په کې ٤٠٠ بهرني سرتېري وژل شوي او ډېرى يې کاناډايي او امريکايي دي

دغه راز په کونړ ولايت کې ١٦٣، په کابل کې ١٣٧، په پکتيکا کې ١٢٣، په زابل کې ٩٩، په ميدان وردګو کې ٩٠، په غزني کې ٨٠، په اروزګان کې ٦٥، په پروان کې ٥٤، په فراه کې ٤٥، په هر ات کې ٤٤، په ننګرهار کې ٤٣، په خوست کې ٤١، په لوګر کې ٤١، په نورستان کې ٣٣، په بادغيس کې ٣١ او په کندوز کې ٢٩ بهرني سرتېري وژل شوي دي. همدارنګه په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم يو شمېر بهرني سرتېري وژل شوي، خو بدخشان، سرپل او دايکنډي هغه ولايتونه دي، چې تر اوسه په کې هېڅ بهرنى سرتېرى نه دى وژل شوى. د يادونې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې ټول بهرني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د ايساف په چوکاټ کې فعاليت لري. د نړۍ ٤٨ هېوادونه اوسمهال په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې څه دپاسه ١٣٣زره سرتېري لري، چې نږدې سل زره يې امريکايان دي

  په افغانستان کی طالبانو په امریکا باندی سخت انتقادونه کړیدي او د امریکا په مشرۍ په افغانستان باندي یرغل یې " د لویدیځي دیموکراسۍ په مخ باندي دائمي توره لکه " بللې ده ،د طالبانو په دې بیانیه کي چي  د شنبې په ورځ خپره شوې امریکا ته دا خبر داری هم ورکړه شوی دی چي د افغانستان خلک " د جګړې د پاره بې پایه او نه ختمیدونکی طاقت لري  او ویلي یې دي چي طالبان به امریکا " د تاریخ کندي ته واچوي ،د طالبانو دا بیانیه   په امریکا کي د ٢٠٠١ کال د سیپټامبر د ١١مي د تروریستي حملو د کالیزی په باب خپره شوی ده. پای

 


September 11th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات